IQNA

اسلامی كورنۍ دې بايد د رسندويو منفی اغيزو سره د مقابلې طريقه زده كړی

22:43 - April 25, 2010
د خبر لمبر: 1912637
نړيواله ډله: په اوسنی نړۍ كښې له ټولو لوی جهاد دا دی چې هغه غلطو او بې ارزښته اصولو سره چې په اسلامی هيوادونو كښې د لويدیځو رسندويو له خوا خپریږی مقابله وشی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د سوډان د مسلمانانو ښځون د نړيوالې اتحادیې مشر مزاهر محمد احمد عثمان د مسلمانانو پوهانو ښځو په دوهم نړيوال سمينار كښې چې د غويی د مياشتې په 5 نیټه د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د سازمان په ځای كښې شورو كيدونكی دی وويل: كورنۍ او د مسلمانانو د يوې ښې ټولنې په جوړولو كښې د هغې رول يو له هغه موضوعاتو دی بايد په اسلامی ټولنه كښې په سر كښې وڅیړل شی او همدې ته په پام بايد كورنۍ د لويدیځو رسندويو له غلطو اغيزو په امان كښې وساتل شی.
د سوډان د مسلمانانو ښځون د نړيوالې اتحادیې مشر وړاندې وويل: كورنۍ د ټولنې د وحدت او موجوديت لپاره يو مهم ركن دی چې ورسره د انسانو حوصله د تكليفونو او سختو رغملو لپاره اوچتیږی او خپلې ذمه وارۍ ته پاملرنه ورسره زياتیږی.
568243
captcha