د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د تركی د څانګې د يو راپور پر اساس، چې له اماراتو خبری اژانسه وام یې نقلوی چې اكمل الدين احسان اوغلو په خپلې بيانې كې په عراق كې د ظلم او زياتی ختمولو لپاره د عراق له شيعه او سنی دينی عالمانو غوښتنه كړې ده چې هغوی دې خپلو مينځو كې اتحاد او يووالی راولی. او د دښمن دسيسی دې شنډې كړی.
اكمل الدين احسان اوغلو هم له عراقی خلكو او ټولنې غوښتنه وكړه چې هغوی هم يو بل سره يووالی او وحدت په راوستلو سره د ترهګرو د ظالمانه اقداماتو په خلاف كوشش او هڅه وكړی. او د هغو ارادې هم ناكامې كړی. 568418