IQNA

اسلامی كانفرنس (‏oic‏) په عراق كښې، بم چاودنې محكومې كړې ‏

23:24 - April 26, 2010
د خبر لمبر: 1913274
سياسی ډله: اسلامی كانفرنس ستر سكتر ښاغلی اكمل الدين احسان اوغلو د روانی ميلادی مياشتی اپريل په ‏شل څلورمې نیټې په يوې بيانې كې د عراق په الانبار او بغداد ولايتونو كې د بم چاودنی په سختو ټكو ‏محكومې كړې.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د تركی د څانګې د يو راپور پر اساس، چې له اماراتو خبری اژانسه وام ‏یې نقلوی چې اكمل الدين احسان اوغلو په خپلې بيانې كې په عراق كې د ظلم او زياتی ختمولو لپاره د عراق له ‏شيعه او سنی دينی عالمانو غوښتنه كړې ده چې هغوی دې خپلو مينځو كې اتحاد او يووالی راولی. او د دښمن ‏دسيسی دې شنډې كړی.‏
اكمل الدين احسان اوغلو هم له عراقی خلكو او ټولنې غوښتنه وكړه چې هغوی هم يو بل سره يووالی او وحدت ‏په راوستلو سره د ترهګرو د ظالمانه اقداماتو په خلاف كوشش او هڅه وكړی. او د هغو ارادې هم ناكامې ‏كړی. 568418‏
captcha