«زينب هاوير» د فلپاين يوې څیړاندې او لكوالې د پوهانو ښځو په دويم نړيوال سمنيار كښې د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: اسلامی پوهانې ښځې په دې دليل چې د مسلمانو ښځو له احوالو او د هغوی له ذمه وارو ډېر ښه خبر دی نو كولی شی چې يو بل سره د مرستې او معاملې په وسيله د اسلامی امت د كاميابۍ لپاره او د ښه نسل د تربيت او روزنې لپاره قدمونه پرته كړی.
هاوير زياته كړه: دا رنګ جمع كيدل د دې سبب كیږی چې مسلمانې ښځې چې د كورنۍ تربيت كوونكی او ساتونكی دی د كلتوری يلغار په هكله خبرې اترې وكړی او د خپلو هيوادونو ښځو ته هغه خبرې ورسوی.
569145