د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت ايت آ... العظمی سيد علی خامنه ای نن د كارګر د نړيوالې ورځې په درشل كې د درست ايران د زرګونو كارګرانو په ټول كې د دكارګرانو دپرګنې په باب داسلام دليدتوګې په بيانولو سره وفرمائيل ،دهغې مادی ليدتوګې په اپوټه چې كارګر يوازې يو اوزار ګڼی ، اسلام كارګر يو مجاهد فی سبيل ا... ګڼی او د هغه كارا و زيار ته هم ډير ارزښت ركوی او د الهی انعام وړ ئې ګڼی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښودد اسلام د ليدتوګې په چوكاټ كې د كارګر مقام او شان ساتل ډير مهم وبلل او روښانه ئې كړه د كارګرانو پرګنې د اسلامی انقلاب له لومړيو راهسې تر اووسه پورې داسې ښه امتحان وركړی دی چې د سپیڅلی دفاع پړاؤ ئې يوازې يو مثال دی .
دوی دغه راز د اسلامی نظام په ضد دسياسی دباؤ داړم په توګه د كارګرانو له پرګنې او د هغوی له موضوع څخه د ناوړه استفادې لپاره داسلامی انقلاب له لومړيو ددښمنانو هڅې ته په اشارې سره ووئيل دا موضوع له تيرو ديرشو كلونوراهسې داسلامی نظام د دښمنانو په ايجنډا كې ده ، خو كارګرې پرګنې له ديرشو كلونو راهسې دغه پلانونه ناكام كړی دی
داسلامی انقلاب ستر لارښود د اسلامی نظام او كارګر ترمينځ په زړه پورې ارتباط د نظام د ايمان د پياوړی اساس له كبله وباله او زياته ئې كړه ، په همدې اساس به د توليدلپاره دتوليدونكو او كارګر په چورليزتوب سره د هيواد مجموعی خوځښت په وړاندې لاړ شی او بد غواړی به پكې هیڅ خار پار وانه چوی
570529