د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له نړيوالې ورځ پاڼې الشرق الاوسط یې نقلوی. چې د سعودی عرب په جدې ښار كې د سعودی بادشاه ملك عبدالعزيز پوهنتون ښوونيز مشر ښاغلی "ہشام بن جميل برديسی" او د سپين د "ie" پوهنتون مشر ښاغلی رافائل آنټولين په يو كاغذ لاسليك وكړ.
هشام برديسی په دې هكله وويل چې د سعودی د ملك عبدالعزيز پوهنتون د اسلامی بانكدارۍ د ماهرينو يوه ډله د سپين د ie پوهنتون ته لیږلې ده.
هغه زياته كړه چې د سپين دا پوهنتون د مئې د اخيرې لسيزې او د جون د لومړيو شلو ورځو په دوران كې د اسلامی اقتصاد په موضوع يو نړيوال سيمينار د تر سره كولو اراده لری.
569319