د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له walf یې نقلوی، دا غونډه د سنګال د ولس مشر «عبدالله واد» په وړانديز سره په دې غرض ترسره كیږی چې د افريقې د مسلمانو هيوادو د مخپرتګ د لارو او حالتونه په هكله مسلمانان عالمان خپلې څیړنې او وړانديزونه وړاندې كړی.
د سنګال ولس مشر «عبدااله واد» په دې هكله وويل: مسلمانان عالمان د ټولنې يوه لويه برخه ده او د ويلو لپاره خبرې ډېرې لری، نو دې ته په پام د افريقې له ټولو عالمانو دا غواړم چې په دې غونډه كښې دې ګډون وكړی او د افريقې د سياسی، ټولنيز، كلتوری او دينی حالت د ښه كيدو لپاره دې خپل وړانديزونه وړاندې كړی.
570452