IQNA

احمدی نژاد: د ترهه ګرو سرچينه، د امريكې او اسرائيل رژيم په لاس كې ده ‏ ‏ ‏ ‏ ‏

23:13 - May 01, 2010
د خبر لمبر: 1915629
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر وويل،د ټولو ترهه ګرو ډلو د جنايتونو سرچينه د امريكا او ‏صهيونست رژيم په لاس كې ده.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، احمدی نژاد نن د كارګر ورځې په مناسبت په ‏غونډې كې په افغانستان او عراق كې د امريكا بشری حقوقو ته په اشارې سره وويل، د راپورونو په اساس ‏نيواګرانو په عراق كې درې لكه ۵۰ او په افغانستان كې هم څه د پاسه يو لك كسان وژلی دی.‏
هغه د دې خبرې په كولو سره چې صهيونسټ رژيم ترهه ګران روزی او برابروی یې، زياته كړه، د ‏افغانستان اوعراق ستونزې امريكا او صهيونست رژيم رامنځته كړی، خو كه له سيمې ووځی نو سيمه ‏آرامه كیږی.‏
‏ هغه جوته كړه امريكايان او ملتونو ته ايشوا شوی ، اوفعاليتونه یې هم ملتونو په تيره د ايران ملت ته پيكه ‏شوی، ځكه چې ايران هوډمن دی چې د پرمختګ او عزت څوكې فتح كړی، او دهغوی ګواښونو ته هیڅ ‏ارزښت قايل نه دی.‏
‏571599‏
captcha