IQNA

په انډونيشيا كښې د قران كريم د زده كړې د سطحې د اوچتولو سمينار ترسره كیږی

23:52 - May 01, 2010
د خبر لمبر: 1915649
نړيواله ډله: د قران كريم د زده كړې د سطحې د اوچتولو سمينار د غويی د مياشتې له 17 تر 20 نیټې د انډونيشيا په پلازمينه جاكارتا كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «ISESCO» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا سمينار د ايسسكو د علمی كلتوری او د زده كړې د سازمان (آيسسكو)، د قران كريم د حفظ د نړيوال سازمان (HQMIO) او د انډونيشيا د قرانی اتحادیې په مرسته ترسره كیږی.
دا سمينار د ايسسكو په غړو هيوادونو كښې د قران كريم د زده كړې د سطحې د اوچتولو او همدارنګ د قران كريم د طرحو د څیړنې او تنظيمولو او همدارنګ د غير عربو لپاره د قران كريم سره د تړلی علمونو د اسانولو په غرض ترسره كیږی.
د ايشيا د بيلا هيوادونو د قران كريم د حفظ او زده كړې 20 كارپوهان په دې سمينار كښې ګډون كوی.
571156
captcha