IQNA

د مصری قاری په ګډون سره په تركیې كښې قرانی ضيافت ترسره شو

21:31 - May 02, 2010
د خبر لمبر: 1916265
نړيواله ډله: د تركیې د «آدانا» ولايت قرانی ضيافت د شنبې په ورځ د غويی د مياشتې په يوولسمه نیټه د مصری حافظ او قاری «عبدالمنعم الطوخی» په ګډون سره ترسره شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له adanamedya یې نقلوی، په دې قرانی محفل كښې د آدانا(Adana)ولايت سلګونو مسلمانانو، د الهياتو د پوهنځی استاذانو، د دينی مركزونو نمايندګانو او ډېرو دينی مقاماتو ګډون وكړ.
د مصر مشهور قاری «الطوخی» د دې پروګرام په سر كښې وينا وكړه او ویې ويل: زه له دې ډېر خوشحال يم چې په ټوله نړۍ كښې مسلمانان د قران خوږ اواز اوری او ما د قران تلاوت د مسلمانانو لپاره د يو جهاد په توګه ټاكلی دی.
په دې پروګرام كښې وړاندې الطوخی د قران تلاوت وكړ او حاضر كسان یې د قران په لور وغوښتل، بيا پكښې ځينې ګډون كوونكيو د پيغمبر(ص) په شان كښې قصيدې هم ولوستی.
572215
captcha