د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكټر علی لاريجانی نن ددغه شورا په غونډه كښې وويل په تخيلی افكارو سره د بيت المقدس د يهودی كولو لپاره د امريكا او صهيونست رژيم جنجالی چلندونه او اقدامات د نړيوالو افكارو د غړولو لپاره دی .
ښاغلی لاريجانی د امريكا د خارجه وزيری ګواښونكی او ناسنجول شوی څرګندونی د اسلامی هيوادونو د تيت پركتوب په دليل وبللی او ویې ويل امريكا ولی له صهيونست رژيم څخه چی ډول ډول توغندويی او ډلوژونكی وسلی لری بی حده ملاتړ كوی .
د ايران د اسلامی شورا مشر صهيونست رژيم ته خبرداری وركړ په نيواكی فلسطين كښې به د هغوئ جنايتونه په تبليغاتی ډنډورو سره پټ نه شی .
571915