IQNA

په تركی كې دينی كتابونه ويش شول

21:17 - May 04, 2010
د خبر لمبر: 1917586
نړيواله ډله: د تركی په ادانا ولايت د مفتياتو كونسل د دې ولايت خلكو تر مينځ دولس زره نه زيات دينی ‏كتابونه وويشل. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له "‏diyanethaber‏" یې نقلوی چې د ادانا ‏ښار د مفتيانو كونسل د خاندانی چارو دفتر د دې ولايت په اسلامی ادارو كې، ښوونځو، كورونو، جوماتونو او ‏په كلتوری سنټرو كې قران پاك او د قران پاك تفسيرونه د حضرت محـمد صلی الله عليه واله وسلم او په ‏اسلام كی كورنۍ په موضوعاتو كتابونه ويش كړل. ‏
د خاندانی چارو د دفتر مشر ښاغلی صالحه بيلګيچ وويل چې د دې كار د تر سره كولو مقصد دا دی چې دا ‏دفتر دې كتابونو ويشلو سره سره د دې ولايت په جوماتونو كې د مور او پلرونو په شتون كې كلتوری ‏پروګرامونه ترسره كوی.‏
په دې پروګرامونو كې د خاندانونو كړچار او په دې هكله د دين اسلام د تعليماتو په هكله خبرې اترې كیږی.‏
‏571848‏
captcha