د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې له beyazgazete یې نقلوی، د قران كريم د زده كړې او د جماتونو د چارو د فډريشن مشر «رجب كئياك(Recep Kıyak)» د تركیې اخبارونو سره په خبرو كښې دې مطلب ته پام سره وويل: نن ورځ د سلطان محمد دوم(محمد فاتح) د وفات ورځې سره سمون لری چې استنبول یې فتح كړی و او دا حكم یې كړی و چې دا كليسا دې په جمات بدله شی.
هغه زياته كړه: محمد فاتح په خپلې وصيتنامې كښې غوښتی وو چې دا جمات بايد تر ابده د يو عبادت د ځای په توګه پاتی شی او نن د هغه د وفات د كليزې په مناسبت زمونږ دا ذمه واری ده چې د هغه په وصيت عمل وكړو.
دا جمات په 1953 كښې په اسلامی ميوزيم بدل شوی دی په 1990كال كښې د دې جمات يوه وړه برخه د لمانځه لپاره خاص شوه خو دا ډېر وړوكی ځای دی او د خلكو ګزاره كښې نه كیږی.
573308