IQNA

د حضرت رقية(س) په نړيوال مركز كښې د قران د زده كړې كلاسونه ترسره كیږی

23:47 - May 05, 2010
د خبر لمبر: 1918322
نړيواله ډله: د قران دحفظ، تجويد، زده كړې او مفاهيمو د ګرمۍ د چټيانو دويمه دوره د چنګاښ د مياتشې له 26 د زمری د مياشتې تر 13 نیټې د ايران په قم ښار كښې د حضرت رقية(سلام الله عليها) په قرانی مركز كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له حضرت رقيه(س) قرانی مركز یې نقلوی، د زده كړې په دې دورې كښې د قران حفظ، تجويد، د قران د ښوونې طريقې، د قران د اياتونو عملی حفظ، د قران د مفاهيمو زده كړه، د قران د تلاوتونو او مقاماتو د فيصله لپاره د زده كړې كلاسونه ښودل كیږی.
د دې كلاسونو لپاره نوم ليك د غبرګولی د مياشتې تر 8 نیټې پورې ادامه لری او خواهشمن كسان په دې مقابلو كښې د ګډون لپاره د دې مركز په اطلاع رسوونكی سایټ كښې نوم ليكلی شی چې پته یې دا ده: info@ruqayah.net
captcha