د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له يمن سركاری خبرې اژانس سبايت یې نقلوی چې د يمن د اوقافو د وزارت او د قران پاك د حفظ مركزونو څانګې مرستيال ښاغلی «عبدالرحمن أحمد المزلم» په دې هكله وويل چې په دې مقابلو كې ديرش قران حافظان هلكان او جينكۍ له مختلفو ولايتونو په دې كې برخه اخستی ده او غوره مقام لرونكې به د قران پاك د نړيوالو مقابلو كې ګډْون اجازه مومی.
هغه زياته كړه چې د دې مقابلو مقدماتی او لومړی مرحله د مختلفو ولاتيونو په سویې او د څلور سوه كسانو په ګډون سره د يمن په مختلفو ښارونو كې تر سره شوه او يوازې ديرش كسانو اخيرې مرحلې ته لار ومومه.
المزلم څرګنده كړه چې دوه نړيوال قاريان ښاغلی«يحيی الحليلی» او ښاغلی «عبدالسلام المجيدی» د فيصله كوونكې كمیټۍ غړی دی.
574104