د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د اسلامی جمهوريت افغانستان د څانګې د يو راپور پر اساس،چې له بریښنايی ورځ پاڼې راه نجات یې نقلوی د افغانستان د كلتور او اطلاعاتو وزير ښاغلی سيد مخدوم رهين د دې جومات په پرانستلو مراسمو كې په ګډؤن سره سره وينا وكړه چې د باغ بالا جومات مخينه دعبدالرحمن خان د واكمنې وخت سره نسبت لری.
رهين دا تاريخی جومات چې نږدې د دريو سوو لمونځ كوونكو پكښې په يو وخت لمونځ كولې شی، ا كابل ښار د لرغونی اثارو كې ځان ته يوه بيلګه وباله او له چارواكو یې غوښتنه وكړه چې د دې عبادت ګاه په خيال ساتنې كې دې ډير زيات كوشش وكړی.
د افغانستان د كلتور او اطلاعاتو وزارت د لرغونی او تاريخې اثارو د بيا روغونی او ساتنې مشر ښاغلی عبدالاحد عباسی هم په خپلې وينا كې وويل چې دا جومات د يو كارپيژاند ډلې د نظر تر لاندې ددې اصلی شكل په سلامتيا سره بيا جوړ شو.
574444