سياسی ډله: د ايران داسلامی جمهوريت ولسمشر د خپلوایټم بمونو د كمولو په باب د امريكا د اعلان په هكله وويل كه دا موضوع حقيقت ولری نو دا يو مثبت ګام شميرل كیږی خو اصل ټكی دا دی چې په دې باب يوه خپلواكه اورګان هم څارنه نه ده كړې او كوم راپورونه دې وړاندې شوی د دې په ترڅ كې چې حتی د يوه ایټم بم شتون هم خطرناك دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ډآكټر محمود احمدی نژاد له نيويارك ټائمز ورځپاڼې سره په خصوصی مركې كې روښانه كړه هيله من يو يوه ورځ د ایټمی انرژۍ نړيوال اژآنس د امريكا پر ایټمی فعاليتونو هم څارنه وكړی او په دې باب مستند راپورونه وړاندې كړی .
د اسلامی ايران ولسمشر د هغو درو امريكايانو د برخليك په باب د يوې پوښتنې په ځواب كې چې په غير قانونی توګه د ايران پولو ته داخل شوی وو، وويل ددغو كسانو دوسيه په عدالت كې ده او په ايران كې قضائی اداره پخپلواكه توګه عمل كوی ، ددې په ترڅ كې چې اوس د ايران ولس د خپلو هغو اوو وطن والو د برخليك په باب اندیښمن دی چې د امريكا په بندونوكې ژوند كوی ، دا هغه ايرانيان دی چې د امريكا په پولو كې نه بلكې په دريم هيواد كې امريكايانو نيولی دی . د اسلامی ايران ولسمشر دغه راز ووئيل د ایټمی انرژۍ نړيوال اژآنس په ځای ددی چې د ایټم بم د توليدولو مخه ونيسی ، د بم نه لرونكو غړو لپآره خڼدونه رامينځته كوی او كه هر څوك وغواړی له قانونی حقوقو استفاده وكړی ، نو له ډول ډول خنډونو سره مخامخیږی خو كه غير قانونی عمل كیږی نو بيا هیڅ خنډ نشته . هغه جوته كړه اژآنس د هیڅ يوه هيواد په توغندوی صنائعو او هوا او فضائی فعاليتونو كې د لاس وهنې حق نه لری او اين پی ټی تړون هم په دې باب د اژانس په غاړه كوم حق نه دی ایښی ، دا ټول د اين پی ټی تړون نيمګړتياوې دی چې بايد سمې شی . د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر جوته كړه د نوموړی تړون څلورمه ماده په روښانه توګه ښئ چې ټول هيوادونه له ایټمی انرژۍ څخه استفاده كولی شی ، دا د ټولو هيوادونو حق دی او هیڅوك له بل چا ددغه حق په باب پوښتنه نه شی كولی
ډاكټر احمدی نژاد په عين حال كې ددې خبرې په يادولو سره چې د ايران په ایټمی فعاليتونو كې هیڅ مبهمه موضوع نشته او د آژانس كيمرې د ايران په ټولو ایټمی مركزونو كې ځای پر ځای دی وويل ، ايران پخپل ایټمی پروګرام كې د قوانينو په اساس عمل كړی دی او هیڅ خلاف ورزی ئې نه ده كړې.
574979