د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «AKI» خبری اژانس یې نقلوی، په دې سمينار كښې چې د اسلامی مؤسساتو او سازمانونو د مسئولانو او مشرانو په ګډون سره ترسره كیږی، پكښې د دې هيواد ولس مشر «سوسيلو بامبانگ»، د دينی چارو وزير «سوريادارما علی» د اقتصادی چارو د برابرۍ وزير «حاتا راجاسا» او د دولتی سرمايه ګزارۍ وزير «مصطفی ابوبكر» هم ګډون وكړ.
ولس مشر په دې غونډه كښې د سازمانونو له مشرانو وغوښتل چې په نړۍ كښې د مسلمانو سيمو د پرمختګ لپاره هلې ځلې وكړی.
د انډونيشيا په 200 مليونه خلكو كښې په سلو كښې اتيا كسان مسلمانان دی او په نړۍ كښې له ټولو زيات مسلمانان په دې هيواد كښې دی.
575370