IQNA

احمدی نژاد: ايران دظلم په وړاندې دملتونودحق ددفاع لپاره پياوړی مورچه ده

23:46 - May 09, 2010
د خبر لمبر: 1920060
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر وويل ايران نن سبا د ظلم په وړاندې د ټولو ملتونو ددفاع لپاره په هغوی كې تكيه ځای او د هيلې بڅركی دی .
د ايران د قرانی خبرې إژانسه (ايكنا) د راپور پر اساس، ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د ايران د مركز اصفهان ولايت په كاشان كې د زرګونو خلكو په ټول كې د خپلو څرګندونو په يوې برخې كې دې خبرې ته په اشارې سره چې باراك اوباما په نړيوال ډګر كې د امريكې د څيرې د سمولو لپاره د دغه هيواد يوازنی فرصت دی وويل د امريكا ولسمشر باراك اوباما بايد د فلسطين، عراق او افغانستان په باب د دغه هيواد سياستونه سم كړی.
د اسلامی ايران ولسمشر په دې خبرې په ټينګار سره چې ايران د ځان په خلاف د پريكړو د صادريدا هر كلی نه كوی ووئيل، كه د ايران په ضد كوم نوی پريكړه ليك صادر شی ڼو د ايران د ملت لپاره هیڅ ارزښت نه لری.
ډاكټر محمود احمدی نژاد د دې خبرې په كولو سره چې د ايران په ضد د نوو پريكړه ليكونو صادريدا به د اوباما لپاره د لارې د ختميدا په معنا وی ووئيل، د اوباما د لارې پای به هم پر نړۍ د امريكې د نړيوالې سلطې د پای ټكی وی.
576350
captcha