IQNA

علی لاريجانی: له ترهګرۍ د امريكې د ملاتړ سندونه لرو

23:38 - May 11, 2010
د خبر لمبر: 1921457
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران داسلامی شورا مشر وويل ايران له ترهګرۍ څخه دامريكا دنيغ په نيغه ملاتړ او په پاكستان ‏كښې دترهګرۍ په زياتولو كښې دامريكا د رول په باره كښې دمهمو سندونو او مدركونو وړاندې كولو ته چمتو دی .‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران محققانو د يوې ترهګرې ډلې د مشر عبدالمالك ریګی ‏له نيول كيداوروسته په سيمه كښې له ترهګرۍ د امريكا د ملاتړ په هكله مدركونه او سندونه ايشوا كړل.‏
د ايران د پارلمان مشر وويل د ضرورت په بڼه كښې ايران پاكستان ته خپلو تحقيقاتو د نتيجو وړاندې كولو ته چمتودی.‏
د ايران د پارلمان د مشر دغه څرګندونې په استنبول كښې داسلامی كانفرنس موسسې دغونډې په څنګ كښې دپاكستان ‏دپارلمان له مشر سره په كتنې كښې وكړې .‏
د ايران د پارلمان مشر زياته كړه د امريكا حكومت د نړيوالو مسايلو په وړاندې د دوه ګوڼه معيار سياست تعقيبوی او په ‏عراق او افغانستان كښې دترهګروډلو ملاتړ كوی
د ايران د اسلامی جمهوريت د اسلامی شورا مشر ډاكټر علی لاريجانی په استانبول كښې د اسلامی كنفرانس د موسسی د ‏غړيو هيوادونو د پارلمانونو د اتحاديی له كنفرانس څخه مخكې د پاكستان د ولسی جرګی له مشرې ميرمن فهميده ميرزا ‏سره په كتنه كښې امريكا په نړيوال ډګر كښې په دوه ګونی چلند تورنه كړه او ویې ويل په عراق او افغانستان كښې له ‏طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د امريكا ملاتړ او دوه ګونی چلند له ورايه ليدلای شو .‏
ښاغلی لاريجانی د سيمی دی هيوادونو تر مينخ د اړيكو د پياوړتيا په اهميت ټينګار وكړ او ویې ويل سيمه ايزې ‏ملګرتياوې د ستونزو په اوارې كښې اغيزمن او ګټور رول درلودلای شی . ‏
د پاكستان د پارلمان مشرې ميرمن فهميده ميرزا هم د سيمې په بدلونونو كښې د اسلام آباد او تهران په رول او اهميت په ‏ټينګار سره وويل د ايران او پاكستان ملتونه په هغو ګډولو سره چې لری یې د سيمې د مسئلو له آوارې سره مرسته كولای ‏شو .‏
‏577411‏
captcha