د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام كاظم صديقی زياته كړه،په داسې كال كې چې لودیځ هيوادونه د ايران دسياسی منزوی كيدا هڅه كوی، تهران په غونډې كې د لږ ترلږه ۸ ولسمشرانو ګډون ،د يران د ديپلمانسۍ د خوځندوالی تاييد دی .
هغه په دوام كې ،د كتابونو د ۲۳ نړيوال نندارتون جوړيدل،د ايران دملت په كلتوری پیښو ، تمدن،او تفكر پالنې كې د بدلانه پيچومی وباله.
هغه د دغه نندارتون د جوړونكو په قدرونې سره، دغه حركت مبارك وباله او هغه یې ، د اسلامی انقلاب د محتوا انتقال ، د دين دواكمنۍ امتياز، ،او دكورنۍ سياست، كلتور او نورو چارو كې د آسمانی قوانينو پراختيا، چې ولايت فقيه ده بيان كړل.
هغه د ايران په ضد د عراق اته كلن تپلی جنګ ته په اشارې سره ، دغه جنګ د دين او بې دينۍ د جنګ ورایښت وباله، او د سپیڅيلې دفاع په كلونو كې د اسلامی ايران د سردارانو او بسيجيانو د سرشيندې په شمول د هغه د بيلا بيلو اړخونو پيژندل او د جنګ د خاطراتو بيانول، يوه ضروری چاره وبلله.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب په پيل كې، د حضرت فاطمه زهرا س د شهادت د كليزې له كبله ټولو مسلمانانو ته تسليت وړاندې كړ
579003