IQNA

احمدی نژاد: له صهونېستانو ملاتړ د اوباما د درواغجنو بدلونو بله نخښه ده ‏

23:09 - May 16, 2010
د خبر لمبر: 1923540
د ايران د اسلامی ولسمشر وايی چې د صهيونېست رژيم لپاره د پولادی پوښښ په نوم د دفاعی څپرد جوړولو په اړه د ‏امريكايی دولت نوې مصوبه ددغه هيواد د ولسمشر د درواغجنو بدلونو بله نښه ده. ‏
د ايران د اسلامی ولسمشر احمدی نژاد د مئۍ پنځلسمې نېټې د اسراييلی دولت د جوړېدلونكبت ورځې ته په اشارې سره ‏وويل په هغه ورځ چې د برتانيا په دسيسه د فلسطينی ولس د وژلې او بې ګنا خلكو د كډوالۍ پيل شوه نږدې اووه لكه ‏فلسطينيانكډوال شول چې اوس یې دغه شمېر پنځوميليونو ته رسیږی.‏
ښاغلی احمدی نژاد زياته كړه په دغوكلونوكې صهيونېست رژيم د ووژنه او وباسه چې زبات شې سياست خپل كړ خو ‏كډوالۍ له جهاده فلسطنييان ونه غړول.‏
د نوموړی په وينا جهاد نه يواځې په غزه اولبنانكې په غورځنګ شوبلكه د ۱۹۴۸ ټاټوبی او تل ابيب كې هم فلسطينيانو د ‏مقاومت د پوسټرونو په پورته كولوسره مظاهرې وكړې او ډګر ته راووتل.‏
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر د صهيونېست رژيم د جنايتونو په يادولو سره امريكا ته ددغه رژيم د جګړې وزير ‏سفر ته په اشارې سره وويل ، د امريكا ولسشمر په واشنګټن كې له ايهود باراك سره په ليدنه كې اعتراف وكړ چې ‏اسراييل د حماس او حزب الله له توغنديو څخه په خطر كې دی او د امريكا حكومت د صهيونېست رژيم لپاره د پولادی ‏څپر لګښت تصويب او لايحه یې مشرانو جرګې ته ولېږله.‏
‏579552‏
captcha