IQNA

په تركيه كښی د قرآنی كلاسونو د مربيانو غونډه پيل شوه.

17:32 - May 19, 2010
د خبر لمبر: 1925376
بين المللی ډله: د قران د اوړی د كلاسونو د مربيانو او ښوونكو غونډه د روان كال د غوی د مېاشتی په ٢٧ نیټه د سعرد ولايت په سعرد ښار كښی پيل شوه
د memlekethaber له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې د تركيی د سعرد ولايت له مختلفو ښارونو څخه به د قرآن ٢٢٠ مربيان په دغه غونډه كښی د پنځو ورځو په موده د قران د زده كړی له نحوی او هغو درسونو سره په رابطه كښی چی پكار دی د قرآن زده كونكو ته وړاندی كړی شی، يو شمير اطلاعات تر لاسه كوی.
د سعرد ولايت د قران د زده كړی د اوړی د دورو د مركز مشر احمد اولوچ په دې اړه ووئېل: په خاصه توګه د ماشومانو او ځوانانو لپاره به د قرآن د حفظ او قرائت د زده كړی د اوړی كلاسونه په ټولی تركیۍ كښی د روان كال د غبرګومی د مياشتې په ٢٩ نیټه پيل شی.
580894
captcha