د eurasiareview له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې په دغه غونډه كښی ګډون كونكی د اروپا د جماتونو د امامانو او مذهبی مشاورانو د دريم كانفرنس د پای په بيانيه كښی غير مسلمانانو ته د اسلام د معرفی لپاره د فرهنګی فعاليتونو د پراختيا په لازموالی باندی د ټېنګار په ترڅ كښی له اسلام څخه د ويرونی له ښكارندی سره د جدی مقابلی غوښتونكی شول.
همداراز په دغه غونډه كښی حاضرو مسلمانانو په اروپا كښی موجودو مشكلاتو ته په اشاری سره اعلان وكړ: په حاضر حال كښی د اروپای هيوادونو تر ټولو ستر مشكل اقتصادی ركود دی، نه مسلمانه ټولنه، اروپا له پكار دی چی په ټولنه كښی له اسلامه د ويری د رامينځته كولو په ځای دخپلو خلكو د اقتصادی ستونزو د هواری په لټه كښی شی.
580860