IQNA

د تركی په استانبول كې د خيام په ياد كې پروګرام تر سره شو

23:21 - May 19, 2010
د خبر لمبر: 1925445
د هنر او كلتور ډله: د استانبول پوهنتون د ايران څانګې كې د روانی ميلادی مياشتی مئې په اتلسمی نیټی د خيام په ياد كې ‏يو پروګرام تر سره شو
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كلتوری او روإبطو ارګنايزيشن یې نقلوی چې ‏په ستانبول كې د ايرانی كلتوری مركز خانه فرهنګ او دې ښار د پوهنتون د فارسی ژبی څانګې او د ادبياتو په همكارۍ ‏سره دا پروګرام تر سره شو
د دې پروګرام د تر سره كيدو مقصد د خيام د ژوند ليك او د هغه د شعرونو او رباعيانو په هكله خبريدل دی . ‏
په دې پروګرام كې ګډون كوونكی استاذان او محصلانو د خيام د شخصيت او د هغه د شعرونو په هكله خپل مضمونونه ‏وړاندې كړل.‏
‏580294‏
captcha