د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له dunyabulteni یې نقلوی، د مسلمانانو د نړيوال انجمن مشر د كانفرنس اسلامی د غړيو هيوادونو د وزيرانو په اووه ديرشمې ناسته كښې چې پرون د تاجكستان په پلازمينې دوشنبې كښې سر ته ورسيده، د تاجكستان ولس مشر «امامعلی رحمان» سره په ليدنه كښې اعلان وكړ چې دا سازمان «WAMY» په تاجكۍ ژبه د قران كريم يو ميليون نسخې چاپ كوی او حكومت ته به یې وركوی.
ولس مشر دې كار ته په درناوی هركلې وكړ او ویې ويل: كه د تاجكستان ټول مسلمانان په خپله ژبه د قران تلاوت وكړی نو ښه به ورباندې پوه شی او په ټولنې كښې به بې لارۍ كمې شی.
582707