IQNA

دتهران اعلامیې دلويدیځوالودوئيلولپاره څه پرې نه ښودل

22:51 - May 22, 2010
د خبر لمبر: 1925916
نړيواله ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب ټينګاروكړچاچې ايران ایټمی وسلو ته په رسيدا تورناوه پوه شول ،هغه هيواد چې په حقيقی توګه د وسلوپه ختمولوپسې دی امريكا نه بلكې ايران دی او دحضرت امام خمينی په تعبير امريكا په نړۍ كې لومړنۍ ایټمی جنايتكاره ده
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، آيت ا... احمد جنتی د تهران د جمعې لمانځه په خطبو كې دغه راز جوته كړه د تهران د اعلامیې په اساس تركيه د ايران اودایټمی انرژۍ د نړيوال اژانس تر څارنې لاندې د ايران يو زر دوه سوه كلوګرامه كم پاخه شوی يورانيم د امانت په توګه كښیږدی او لويدیځوال بايددسوله ايز مصرف لپاره پاخه شوی يورانيم ايران ته وسپاری .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب زياته كړه كه لويدیځوال خپلو ژمنو ته پابند نه شی ، نو تركيه بايد په لومړی فرصت كې د كمو پاخه شويو يو رانيمو دغه جوپه ايران ته بيرته وګرځوی .
ايت آ... جنتی له ایټمی انرژۍ څخه په سوله ايزې استفادې كې د ټولو هيوادونو په حق په ټينګار سره ووئيل ، ايران هم دا حق لری اود تهران داعلامیې په مادو كې دې ته چې په راتلونكی كې بايد د لويدیځوالو له خوا ګواښ اوداعلامیې مخالف بيانونه خپاره نه شی اشاره شوې ده
582652
captcha