IQNA

په چين كښې د قران د قرائت سراسری مقابلې پای ته ورسيدې

23:53 - May 21, 2010
د خبر لمبر: 1925919
د قران كريم د قرائت اتمنۍ مقابله د چين په پكن ښار كښې د غويی د مياشتې له 27 نیټې د اسلامی انجمن په مرسته شورو شوه چې پرون د غويی د مياشتې په 30 نیټه پای ته ورسيده.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له arabic.peopledaily یې نقلوی، دا مقابلې د ټول نه د 42 ډلو په ګډون سره په قرائت كښې ترسره شوې
د چين د اسلامی انجمن مشر «چن گوان يوان» په دې هكله وويل: دا مقابلې په چين كښې د اسلامی كلتور او تمدن په پرمختګ او پراختيا كښې ډېر لوی رول لری.
د دې مقابلې د اختتامیې په پروګرام كښې د عربستان او ځينې نورو اسلامی هيوادونو د اسلامی مركزونو محصلانو او د اسلامی انجمن كاركوونكيو ګډون وكړ.
582649
captcha