IQNA

له فيس بكه هغه مخ حذف شو چې پكښې د پيغمبر(ص) سپكاوې شوې و

23:56 - May 23, 2010
د خبر لمبر: 1927375
په پاكستان كښې د فيس بك په سایټ باندې له پابندۍ او د خلكو له مظاهرو وروسته له فيس بكه هغه مخ خذف شو چې پكښې حضرت محمد(ص) سپكاوې شوې و.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «mediamughals» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د دې مخ ايجاد كوونكی كس د ازادی بيان په بهانې سره خلك دې ته دعوت كړی وو چې په دې مخ كښې د پيغمبر اسلام د سپكاوی اينځورونه كیږدی. چې د مسلمانانو له اعتراضاتو وروسته دا مخ حذف شو.
له همدې كبله د پاكستان مسؤلانو په دې سایټ باندې فيلټر ولګول، د پاكستان د اطلاعاتو وزير «نجيب الله مالك» اعلان كړې وو چې د دې سایټ د سپكاوی په سبب د پاكستان حكومت دا مخ بند كړ.
584060
captcha