IQNA

د امريكی مسلمانانو د سره مخو لانجو په څیړنه لاس پوری كړ.

15:57 - May 24, 2010
د خبر لمبر: 1927961
بين المللی ډله: د امريكی د ماساچوسټ ولايت څه د پاسه يوزر مسلمانان د روان كال د غبرګومی د مياشتی په ١ نیټه د خالی په ورځ راغونډ شول او د امريكی د مسلمانانو په وړاندی د پرتو لانجو او د ميزان په مشاركت او په ټولنه كښی ئی د هغو د رول په څیړلو لاس پوری كړ.
د «WHDH»د اطلاع رسونی د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې دغه غونډه د د ماساچوسټ ولايت د والی پاتريك په شتون سره د بوسټن د اسلامی انجمن په فرهنګی مركز كښی چی په دی وروستيو كښې ئی افتتاح شوی ده، تر سره شوه.
په دغه غونډه كښی د ماساچوسټ ولايت په اسلامی ډلو كښی فعالو ګڼ شمير امريكای مسلمانانو شتون درلود.
پاتريك په دغه مراسمو كښی په خپله وينا كښی ووئيل: مونږ له پكار دی چی د تسامح مفهوم او په ټولنه كښی د ټولو دينونو احترام ته پراختيا وركړو.
ده په دغه غونډه كښی همداراز د ماساچوسټ د فرماندارۍ او د مسلمانی ټولنی تر مينځ د ارتباطاتو د زياتولو لپاره د خپلی فيصلی خبر وركړ.
583807
captcha