د «WHDH»د اطلاع رسونی د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې دغه غونډه د د ماساچوسټ ولايت د والی پاتريك په شتون سره د بوسټن د اسلامی انجمن په فرهنګی مركز كښی چی په دی وروستيو كښې ئی افتتاح شوی ده، تر سره شوه.
په دغه غونډه كښی د ماساچوسټ ولايت په اسلامی ډلو كښی فعالو ګڼ شمير امريكای مسلمانانو شتون درلود.
پاتريك په دغه مراسمو كښی په خپله وينا كښی ووئيل: مونږ له پكار دی چی د تسامح مفهوم او په ټولنه كښی د ټولو دينونو احترام ته پراختيا وركړو.
ده په دغه غونډه كښی همداراز د ماساچوسټ د فرماندارۍ او د مسلمانی ټولنی تر مينځ د ارتباطاتو د زياتولو لپاره د خپلی فيصلی خبر وركړ.
583807