د haberciniz له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې په دغه غونډه كښی چی د 2010 كال د قرآن كريم د كال په توګه د اعلانولو او د كلام الله مجيد د نزول د يو زر او څلور سلمی كليزی په مناسبت تر سره شوه، د سورګون ښار په سل هاو مسلمانو ميرمنو او د پومنتونونو يو شمير استاذانو حضور درلود.
د تركیۍ د «هيتيت(Hitit)» پوهنتون د الهياتو د څانګې استاذ «سالم اؤيؤت (Salim Öğüt)» ددغی غونډی په افتتاحيه مراسمو كښی ميرمنو ته په خطاب كښی په يو لړ ويناوو كښی ووئيل: كورنۍ په اسلام كښی له يو ځانګړی موقعيت څخه برخوره ده او مسلمانه ميرمن ددغې وړی ټولنی تر ټولو مهم غړی ګڼل كیږی.
ده د خپلو ويناوو په يوه بله برخه كښی ووئيل: مسلمانه ميرمن له هرڅه مخكښی پكار دی يوه مهربانه مور او وفاداره ښځه وی څو د خپلی كورنۍ ستنی او بنياد ټينګ وساتلی شی او د هغه د لړزيدو مخنيوی وكړای شی..
583901