د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له عمانی ورځ پاڼې الشبيه یې نقلوی چې د عمان ځينې محققينو لكه د دې هيواد د بانټه پوهنتون پروفيسر او استاذ او د الجزاير قرانی محقق ښاغلی "محمد صالح حمدی" په دې سيمينار كې ګډؤن په كولو سره په اسلام كې د جومات رول، د ژوند په مختلفو اړخونو كې د اسلامی بشپړتوب مفهوم او د قران پاك د انسان د مادی ژوند ته پام كول په شان نور موضؤعات هم وڅیړل شو.
د الجزاير قرانی محقق "محمد صالح حمدی" په دې سيمينار كې وينا په كولو سره وويل چې قران پاك د اقتصاد او سياست كتاب نه ده خو په دې هكله یې مكمل احكام بيان كړی دی او هر مسلمان ته پكار دی چې هغوې دې د دې احكامو سره سم قدمونه كیږدوی.
"محمد صالح حمدی" زياته كړه چې قران پاك د انفاق په اهميت باندې هم ډير ټينګار كړې دی او مال جمع كول، د الله تعالی په لاره كې وركول نورو اقتصادی مسايل هم وړاندې كړی دی.
584443