IQNA

په عمان كې د قران پاك د اقتصادی بنسټو جاجونه وشوه ‏

22:49 - May 25, 2010
د خبر لمبر: 1928839
نړيواله ډله: د عمان په الرستاق ښار په الحله جومات كې د روانی ميلادی مياشتې په درې ويشتمې نیټی د قران پاك د ‏اقتصادی بنسټو د جاجونی لپاره د " قران پاك كې اقتصاد" نومې سيمينار تر سره شو ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له عمانی ورځ پاڼې الشبيه یې نقلوی چې د عمان ځينې ‏محققينو لكه د دې هيواد د بانټه پوهنتون پروفيسر او استاذ او د الجزاير قرانی محقق ښاغلی "محمد صالح حمدی" په دې ‏سيمينار كې ګډؤن په كولو سره په اسلام كې د جومات رول، د ژوند په مختلفو اړخونو كې د اسلامی بشپړتوب مفهوم او د ‏قران پاك د انسان د مادی ژوند ته پام كول په شان نور موضؤعات هم وڅیړل شو. ‏
د الجزاير قرانی محقق "محمد صالح حمدی" په دې سيمينار كې وينا په كولو سره وويل چې قران پاك د اقتصاد او سياست ‏كتاب نه ده خو په دې هكله یې مكمل احكام بيان كړی دی او هر مسلمان ته پكار دی چې هغوې دې د دې احكامو سره ‏سم قدمونه كیږدوی. ‏
‏"محمد صالح حمدی" زياته كړه چې قران پاك د انفاق په اهميت باندې هم ډير ټينګار كړې دی او مال جمع كول، د الله ‏تعالی په لاره كې وركول نورو اقتصادی مسايل هم وړاندې كړی دی.‏
‏ 584443‏
captcha