حجتالاسلام والمسلمين سيد محمد زكی مفتی الشيعه الموسوی، چې د مرحوم آيتاللهالعظمی سيد محمد مفتی الشيعه موسوی زوی دی د ايران قرانی خبری اژاسن(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: مرحوم آيتالله سيدمحمد مفتیالشيعه په اسلامی مكارم اخلاق مشهور و او له همدې سببه عرب او عجم لوی او وړوكی به د هغه ډېر درناوې كاوه.
حجتالاسلام والمسلمين سيد محمد زكی مفتی الشيعه الموسوی زياته كړه: هغه له عملی نظره ډېر لوړ مقام درلود او په قم كښې یې له لويو استاذانو لكه آيتالله بروجردی، ،علامه محمدحسين طباطبائی، آيتالله مير سيدمحمد حجت كوه كمری، آيتالله سيد محمد محقق داماد و امام خمينی(ره) سره سبق وويل او په نجف كښې یې له لوړ ربته عالمانو لكه آيتالله ابوالقاسم خويی، آيتالله سيد محمود شاهرودی و آيتالله العظمی سيد محسن طباطبائی حكيم سره زده كړې ته ادامه وركړه.
حجتالاسلام والمسلمين سيد محمد زكی مفتی الشيعه الموسوی دې ته پام چې هغه په نجف كښې مرحوم ايت الله حلی سره زده كړه كړې وه وويل: هغه په قم كښې له زده كړې وروسته شپاړس كاله د مرحوم ايت الله حلی په درس كښې ګډون وكړ.
585173