د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له euractiv نقلوی، د تركیې د فعالانو ښځو د انجمن مشر «گؤلسرن اونانچ(Gülseren Onanç)» وويل: دا سمينار په دې غرض ترسره كیږی چې د ټولنې په پراختيا كښې د ښځو رول وښايی.
په دې پروګارم كښې به اسلام پوه او د اكسفورډ پوهنتون د دينی علمونو استاذ «طارق رمضان»، د ښځو د چارو د نړيوال بانك غړې «آماندا اليس(Amanda Ellis)»، د «ساينس پو» د پوهنتون د نړيوالو اړيكو استاذ او د لبنان د كلتور تير وزير «غسان سلامة» د «لور» د موسسې مشر «آندرينا لور(Andrina Lever)» د يورپ د ښځو د انجمن سكټری «مارتين لوی(Martine Levy)» د «ompany for Women» مشره «آن دای(Anne Day)» او د نړۍ 350 پوهانې ښځې په دې سمينار كښې ګډون او ويناوې كوی.
585662