IQNA

په اسټريليا كښې د اسلام د پيژندلو ناستې ترسره كیږی

23:53 - May 26, 2010
د خبر لمبر: 1929532
د اسلام د پيژندلو ناستې د غبرګولی د مياشتې په 12 او 26 نیټه او د چنګاښ د مياشتې په 9 نیټې د اسټريليا په لاكمبا ښار كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «mwa.org.au» رسوونكی مركز یې نقلوی، د دې ناستو تيرې دوه دورې د سیډنې د مسلمانانو ښځو د اتحادیې په مرسته د غويی د مياشتې په 22 او 29 نیټه د دې اتحادیې په ځای كښې ترسره شوې وې.
د دې ناستو د ترسره كولو غرض،د اسلام د اصولو او عقايدو په هكله خبرتيا او پيژنګلوی او د مسلمانانو په ژوند كښې د هغې اهميت، د مسلمانانو ښځو په هكله بده وينا ختمول، مسلمانانو ښځو ته ورپیښې مسلې او ستونزې او هغې سره د مقابلې طريقې او حل لارې او دمسلمانانو او نورو ټولنيزو ډلو ترمينځ د اړيكو مزبوتيا، دی.
585813
captcha