IQNA

په دمشق كښی له افراط ګروهنی سره په مقابله كښی د دينی زده كړی رول و څیړل شو.

15:53 - May 27, 2010
د خبر لمبر: 1929727
فرهنګی او هنری ډله: په دمشق كښی په يو علمی كانفرنس كښی له افراط ګروهنی سره په مقابله كښی د دينی زده كړی رول د څیړنی وړ و ګرځيد.
د امارات د خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د سوریۍ د څانګی د رپورټ له مخې دغه كانفرنس د تير خالی په ورځ د غبرګومې د مياشتی په دويمه نیټه په دمشق كښی تر سره شو او پكښی د اسلامی شريعت په پوهنتونونو او مركزونو كښی د زده كړی چلن او له افراط ګروهنی سره په مقابله كښی د هغی اغيزه و څیړلی شوه.
د سوریۍ د اوقافو د وزير مرستيال د دمشق په كانفرنس كښې په يو لړ ويناوو كښی ټينګار وكړ: هغه بنيادی مسله چی د اسلامی شريعت بيلا بيل پوهنتونونه د هغی د عملی كيدو لپاره هڅه كوی په ژوند كښی په رسالت او په اسلامی تعليماتو باندی د عمل لپاره د انسانانو له وظايفو سره د هغوی اشنائی ده.
585887
captcha