IQNA

په تيونس كې د لومړی اسلامی بانك افتتاح وشوه

23:18 - May 30, 2010
د خبر لمبر: 1931481
سياسی او ټولنيزه ډله: د تيونس په الكرم سيمه كې د روانی ميلادی مياشتی مئی په اته ويشتمه نیټه د الزيتونه په نوم د ‏لومړی اسلامی بانك افتتاح وشوه چې په افتتاحی مراسمو كې د تيونس د اقتصاد وزير ښاغلی "محمد رضا شلغوم" هم ‏ګډون وكړ. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له "‏kuna‏" خبری اژانس یې نقلوی چې الزيتونه بانك د ‏اسلامی تجارت لومړی بانك دی چې هغه به تيونس كې د شريعت احكامو په مطإبق د سرمایې او بانكې معاملی وړاندې ‏كوی.‏
د تيونس د مركزی بانك مشر ښاغلی "توفيق بكار" هم د دې اسلامی بانك په افتتاحی مراسمو كې په خپلې وينا كې وويل ‏چې دا بانك د تيونس د بانكی قوانينو سره سم د اسلامی بانكدارۍ معاملې به تر سره كوی او په راتلونكی كې به په ټول ‏هيواد كې د دې نورو څانګو افتتاح هم كیږی.‏
‏ 587422‏
captcha