د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له نون ويب پاڼې یې نقلوی چې د كربلا شيعه و د حضرت امام حسين عليه السلام په حرم او زيارت كې د حضرت ام البنين سلام الله عليها د وفات په مناسبت په عزدارۍ كې د پيغمبر اكرم او د اهل بيتو عليهم السلامو د سنت ته په منګولو لګولو په ټينګار سره له سعودی عرب حكومته غوښتنه وكړه چې هغوی د جنت البقيع چې پكښې معصؤم امامان عليهم السلام، بی بی فاطمه زهرا او حضرت ام البنين سلام الله عليها قبرونه دی، شيعه ؤ ته د دې جوړونی اجازه وركړی.
د كربلا خلكو همدا راز له ټولې دنيا مسلمانانو هم غوښتنه وكړه چې هغوی په ټولی نړۍ كې په لاريون او مظاهری په كولو سره په جنت البقيع كې موجود د معصؤم امامانو د قبرونو د بيا جوړونی لپاره په سعودی حكومت دباو او زور ولګوی.
587490