د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران ولسمشر ښاغلی احـمدی نژاد دې ته په اشارې سره چې د بيلابيلو هيوادونو استازی په دغو كشتيو كښې سپاره وو وويل دغه جنايت ټولو ملتونو ته سپكاوی ګڼل كیږی او د صهيونيسټ رژيم د دغه خباثت اړخونه ډير پراخ دی .
د اسلامی ايران ولسمشر ښاغلی احـمدی نژاد په دې خبرې ټينګار سره چې دغه پیښې كيدلای شی دفلسطين دغزې تړانګې دكلابندۍ دماتولولپاره دنړيوال وحدت او دصهيونيسټ رژيم دنسكوريدا پيلامه ووسی وويل دملګروملتونو، امنيت شورا ، دپيسو دنړيوال صندوق ، نړيوال بانك په شان ټولې نړيوالې موسسې او ځينې عربی هيوادونه دصهيونيسټانو دخپسكې لاسونه دی چې په دغه جنايت سره رسوا شول .
د اسلامی ايران ولسمشر هيله وكړه د اسرايلو جنايتونه د نړۍ د ملتونو او هيوادونو مشران خوځښت او اعتراض ته مجبوره كړی چې صهيونيسټ رژيم ژر تر ژره نسكور شی.
د صهيونيسټ رژيم سمندری ځواك نن سهار د ازادۍ په كاروان چې له نهو كشتيو جوړ وو او د فلسطين د غزې تړانګې د خلكو لپاره پكښې لس زره ټنه خوراكی مواد او درمل بار او ټاكل شوی وه چې دغزې اوبه ته ورشی حمله وكړه چې له كبله یې كابو شل كسان ووژل شول او كابو شپيته نور ژوبل شول .
په دغو كشتيو كښې په سلګونو كسان چې داروپا دپارلمان غړی ، دلويدیځو هيوادونو پخوانی ډيپلوماټان ، خبريالان او فعالان پكښې شامل دی سپاره وو.
دنړۍ اكثره هيوادونو داسرايلو ددغه ناوړه او بوږنونكی جنايت غندنه كړی ده او دصهيونيسټ رژيم پرضد یې دسخت اقدام دترسره كولو غوښتنه كړی ده .
اسرايل دانګلستان لخوا جوړ كړی شوی رژيم دی او ورسره امريكا، انګلستان ، فرانسه ،كاناډا ، جرمنی او نور ډير اروپای هيوادونه مرستې كوی چې دغه ناوړه رژيم ژوندی وساتی .
590124