IQNA

اسلامی كانفرنس د ازادۍ په كاروان د اسرائيل حمله وغندله

23:42 - June 02, 2010
د خبر لمبر: 1933752
سياسی ډله: ‏OIC‏ اسلامی كانفرنس ستر سكتر ښاغلی "اكمل الدين احسان اوغلو" د غزی د ازادې په كاروان باندې ‏د صهيونی حكومت د بريد سختو ټكو سره محكوم كړ
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كانفرنس له ويب پاڼی یې نقلوی چې د اسلامی ‏كانفرنس مشر ښاغلی احسان اوغلو د غزی په ازادۍ كاروان په امن خوښ خلكو باندې صهيونی حكومت حمله د انسانيت ‏په خلاف ظلم په بللو سره وويل چې د غزی مظلوم خلكو خواخوږی لپاره امن خوښ خلكو په دې كاروان باندې د اسراييل ‏نيواكګر حمله د انسانيت په خلاف ظلم او دانسانی حقوقو څرګنده خلاف ورزی وبلله ‏
هغه په دې بريد كې شهيد شوی كسانو كور والا ته د تعزيت په وړاندې كولو سره ويل چې اوس د ژوبلو كسانو سلامتيا او ‏جسمانی صحت او د ازادۍ كاروان د د نورو كسانو د حفاظت ټوله ذمه واری د اسراييل په حكومت باندې ده ‏
هغه په پاې كې وويل چې نيواكګر فلسطين كې د انسانيت خلاف ظلمونو په وجه د اسراييل حكومت واكمنان بايد سترې ‏محكمی ته د راوستلو لپاره نړيوالی ټولی ادارو سره د رابطی كولو خبر وركړ.‏
‏ 589557‏
captcha