IQNA

د آزادی پر قافلی باندی د اسرائيل د حملی د څیړنی لپاره د عربو د خارجه وزيرانو بیړنۍ غونډه.

18:17 - June 03, 2010
د خبر لمبر: 1933934
بين المللی ډله: د عربی هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو بیړنۍ غونډه د غزی د ازادۍ په قافلی باندی د صهيونيسټی زژيم د حملی د څیړلو په موضوع سره پرون مازیګر په قاهره كښی د عربو د اتحادیۍ په مقر كښی تر سره شوه.
د الرياض عربستانۍ ورځپاڼی له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې په دغه غونډه كښی چی د قطر د دولت په غوښتنه جوړه شوه د غزی د ازادی په بیړيو باندی چی د غزی د تړانګی كلا بند شويو اوسيدونكو ته د مرستی رسونی لپاره د انسانی دندی د تر سره كولو په حال كښی وی، د اسرائيل د وحشيانه حملو پائيلی د بحث او څیړنی وړ وګرځيدی.
د عربو د اتحادیۍ عمومی منشې عمرو موسی د اسرائيلی رژيم په دغه حملی باندی په كلكی نيوكی سره اعلان وكړ: د غزی د ازادۍ پر قافلی باندی د اسرائيل د پوځ د غبرګومی د مياشتی د لسمی نیټی حمله د سياسی، حقوقی او بين المللی موسسو لپاره ډير خطرناك كړكيچ ګڼل كیږی.
590521
captcha