د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له سعودی عرب ورځ پاڼې عكاظ یې نقلوی چې په چلی پلازمينې سانټياګو كې يوې خبرې ناستې كې د تركی لومړی وزير ښاغلی رجب طيب اردوغان د غزی په ازادۍ كاروان د صهيونست حكوت ظالمانه حمله حكومتی او دولتی ترهګرۍ په بللو سره وويل چې دې پیښې په مخكښې مونږ غلی او چپ نشو كښيناستی .
د تركی د لومړۍ وزير زياته كړه چې دا ټولو ته پته ده چې دې غير انسانی او ترهګرۍ حـملی په مقابل كې تركی تش لاس پاڅون نه غواړی.
هغه زياته كړه چې اسراييلو په خپل دې كار سره نړيوال قانونونه پخښو لاندې كړل او دا حـمله د دې ښوودنه كوی دا حكومت د امن راوستلو لپاره صفا نيت نه لری.
589982