IQNA

د اسلامی نړيوال انجمن د غزی د ازادی كاروان باندې د صهيونی حمله وغندله ‏

20:44 - June 03, 2010
د خبر لمبر: 1933956
سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی نړيوال انجمن مركزی دفتر كې په يو ديرشمی نیټې په يوې بيانيیې كې په غزی د ازادۍ ‏كاروان باندې د اسراييل حكومت د ظالمانه حمله وغندله. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له مصرې ورځ پاڼې اليوم السابع یې نقلوی چې په دې ‏بيانیې كې راغلی دی چې د اسلامی نړيوال انجمن او دې سره تړلی اسلامی مركزونو او موسسو په غزې كې ميشته مظلوم ‏خلكو ته د انسان دوستانه مرستې رسوونكو امن خوښ شخصيتونو د قتل عام په سختو ټكو سره محكوم كړ. ‏
د اسلامی نړيوال انجمن د مركزی دفتر په دې بيانیې كې زياته كړی ده چې غزې د ازادۍ كاروان باندې د اسراييل حمله د ‏نړيوال قوانينو څرګنده مخالفت دی ځكه چې په دې حملې كې داسې كسان یې وژلی دی چې هغه بې وسلی او انسان ‏دوستانه هدفونه لرلو چې هغو د كلابندۍ كې راګير غذايی، او ډاكټری سامان لیږلو ‏
په دې بيانیې كې یې له اسلامی هيوادونو او انسانی حقوقو ادارو غوښتنه كړی ده چې هغوې د غزی كلابندۍ د ختمولو ‏لپاره خپل ټول كوششونه تر وكړی.‏
‏589705‏
captcha