IQNA

امام خمينی(ره) د نورو رهبرانو په وړاندې يو ډېر لوړ مقام لری

11:49 - June 06, 2010
د خبر لمبر: 1934476
نړيواله ډله: امام خمينی(ره) د نورو هم عصره رهبرانو په وړاندې يو ډېر لوړ مقام لری او دې لوړ رتبه كس سره دا عشق تل پاتې وی.
د تاجكستان د ليكوالانو د انجمن مشر «مجيد سليم» د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره خبرو كښې وويل: د تاجكستان خلك امام خمينی(ره) ښه پيژنی هغه يو عالم، لوړ رتبه او شريف انسان و، د هغه اثار یې په ښه طريقه لوستی دی او د هغه له شخصی ځانګرتياوو ښه خبر دی.
هغه د دې پوښتنې په ځواب كښې چې د ضعيفو خلكو په زړونو كښې امام مونږ څه رنګ ژوندې كولی شو، وويل: امام په يويشتمه پیړۍ هغه يوازينې كس وو چې خپل تفكر او ليدتوګو سره یې په اسلام نړۍ كښې بدلونونه راوستل، هغه خپل كوشش سره د ايران قوم ته انقلاب وړاندې كړ، چې دا قوم بايد د هغې انقلاب قدر وكړی او په خپل زړه سره د هغې حفاظت او ساتنه وكړی.
هغه زياته كړه نن نړۍ يوازې د هغه په افكارو د دښمن په وړاندې ودريدی شی او همدا سبب دی چې د هغه مينه به تل د نړيوالو په زړونو كښې باقی پاتې وی
591619
captcha