IQNA

ايران د صهيونسټی مشرانو د محاكمې غوښتنه وكړه. ‏

23:35 - June 06, 2010
د خبر لمبر: 1935177
سياسی او ټولينزه ډله: د ايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد، د د جنايتونو او په تيره بيا د غزې د مظلومو خلكو پر ضد او ‏د آزادۍ په كاروان د حملې له كبله د صهيونسی مشرانو د محاكمې غوښتنه وكړه.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ولسمشر د دفتر د ويب پاڼې یې نقلوی چې د ايران ‏ولسمشر ښاغلی ډاكټر محمود احمدی نژاد وويل، بايد يواځې صهيونست رژيم په غندلو بسنه ونشی، بلكه بايد له امنيت ‏شورا، بشری حقوقو ، او نورو نړيوالو ټولنو وغوښتل شی چې د اسلامی كنفرانس د فيصلو د تعقيبولو لپاره هڅه وكړی.‏
د ايرن ولسمشر د آزادۍ په كاروان د صهيونستی پوځيانو حمله ، د هغوی دجنابتونو بله كړۍ،حكومتی سمندری غلا،او او ‏د ټولو نړيوالو حقوقو خلافورزی وبلله اوجوته یې كړه،د غزې دكلابندۍ بشپړه ختميدا،او دټولو لارو پرانيستا،هغه غوښتنې ‏دی چې بايد له ټولو وغواړو چې په تحقق كې یې ملګرتيا وكړی .‏
احـمدی نژاد د ټولو هوايی، ځمكنيو او سمندری لارو د غزې خلكو ته دبشر دوستان مرستو د استولو غوښتنه وكړه او وې ‏ويل، په دې زمينې كې له مصر څخه هم غواړو چې د تير په څير غزې خلكو ته اسلامی هيوادونو د مرستو لاره خلاصه ‏پریږدی.‏
‏592168‏
captcha