د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له el-aziz یې نقلوی، دا قرانی محفل د "قران كريم د حافظانو د نړيوال انجمن" په مرسته په دې مناسسبت چې دا 2010 كال په تركیې كښې د قران كريم د كال په نامه ټاكلی شوی دی او د قران د نازليدو يوزر څلور سوومه كليزه ده، ترسره شو چې پكښې د تركیې لوړ رتبه قاريانو او حافظانو د قران تلاوت وكړ.
د قران كريم د حافظانو د نړيوال انجمن مشر «عبدالقادر ساغلام(Abdulkadir Sağlam)» د قران كريم د حفظ د نړيوالې مقابلې لومړې كس «احمد كارالی(Ahmet Karalı)» او د تركیې نړيوال قاری «داود كايا(Davut Kaya)» او د تركیې نورو مشهورو قاريانو لكه «علی درمان(Ali Derman)» و «بنيامين اؤزچيفتچی(Bünyamin Özçiftçi)» په دې پروګرام كښې تلاوتونه وكړل.