IQNA

(په فرانسه كښی اسلامی زده كړی) نومی كانفرنس تر سره شو.

15:23 - June 08, 2010
د خبر لمبر: 1936351
بين المللی ډله: (په فرانسه كښی اسلامی زده كړی) نومی كانفرنس د اسلام او مسلمانو ټولنو د مطالعاتو د موسسی (IISMM-EHESS) په همت سره پرون د ٨٩ كال د غبرګولی د مياشتی په ١٧ نیټه د فرانسی په پلازمينه پيرس كښی تر سره شو.
د saphirnews له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخی: په اجتماعی نظام كښی مدرسی مهم رول لوبوی او په مدرسو كښی د دينی ارګانونو په هكله بحث او خبرو اترو له 2004 كال څخه په فرانسه كښی ځلا موندلی ده، په تيرو وختونو كښی به مدرسو دوه مهم كارونه كول، له هغونه ځينی په مذهب او ځينی نوری د فرانسی د مدنی ټولنی په ارزښتونو باندی ولاړی وی او دی نو په دی وجه ښوونه په دواړو موردو كښی د افكارو په كنټرولولو كښی په يو اوزار باندی بدله شوی ده.
په همدی اصل باندی په تكیۍ سره د فرانسی په مسيحی ټولنه كښی د اسلامی تعليماتو مسله د مسلمانانو او هم په ټولنه كښی د كډوالو ښاريزو پوری د مربوطو سازمانونو لپاره يوه سياسی ستونزه ده، په همدی وجه ددغه موضوع په هكله خبری اتری او د مختلفو دينونو سره د ښاريزو تر مينځ د تريخوالی د كمولو لاری چاری په فرانسه كښی د اسلامی زده كړی په كانفرنس كښی د څیړنی وړ وګرځيدی.
592911
captcha