د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د ايران د اسلامی شورا له مشر ، مشره پلاوی او استازو سره په كتنه كښې د نړۍ د بدليدونكو او حساسو شرايطو څخه د جامعی شننې تر څنګ وفرمايل دغه درست موردونه په سيمه كښې د يو بدلون نښه ده .
د رهبرۍ ستر مقام زياته كړه د نړۍ په سويه هم د امريكا او ځينو اروپايی هيوادونو د موقعيت او د هغوئ د اغيزو د اندازې په هكله ستر بدلونونه را روان دی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ايران د ملت هوښيارۍ او انسجام او د حضرت امام خمينی (رح) له لارې او ایډيالونو سره د خلكو بې سارې يووالی ته په اشاری سره د ايران داسلامی جمهوريت د بنسټګر د ر حلت په دستورو كښې د خلكو د بې ساری او پراخ شتون قدرونه وكړه .
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د خپلی وينا په يوه بله برخه كښې د حكومت او پارلمان صميمانه ملګرتياوی يوه اړينه او لازمه موضوع وبلله او ټينګار یې وكړ دغه ملګرتيا بايد تحقق ومومی او دا چی له دغو دواړو لورو هر يو ووايی مونږ درست كارونه او دندی ترسره كړی دی او مقابل لوری بايد را مخكښی شی د منلو نه ده .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود وفرمايل په حكومت كښې له اسلامی شورا د نافرمانۍ هیڅ انګيزه بايد را پيدا نه شی او په پارلمان كښې هم بايد د حكومت د ځنډولو لپاره كومه انګيزه نه وی موجوده.
دوئ وفرمايل ددی چاری په څنګ كښې چی حكومت بايد په قانون عمل وكړی اسلامی شورا هم بايد داسی كار وكړی چی حكومت په قانون عمل وكړای شی .
593831